IQNA

د فلسطین دخپلواکۍ له پيژندلو سره د اسلوانیا پارلیمان موافقه وکړه

13:20 - June 06, 2024
د خبر لمبر: 3489333
ایکنا – د اسلووینیا  پارلیمان د فلسطین  هیواد د په رسمیّت پيژندلو لپاره د دغه هیواد د حکومت فیصله تائيد کړه.

ایکنانیوز د العربی له القدس العربي له قوله راپورراکوي، د اسلووینیا اروپائي هیواد پارلیمان ،د سه شنبې په شپه د فلسطین خپلواکه هیواد د په رسمیّت پيژندنې لپاره ددغه هیواد د حکومت له فیصلې سره موافقه وکړه.

له دې مخکې د اسلوینیا حکومت د فلسطین دخپلواکه هیواد د په رسمیّت پيژندنې خبر روکړی او ددغه هیواد له پارلیمانه ئې غوښتي وو چې دوي ورسره م وافقه وکړي.

همداراز ایرلینډ،ناروې  او اسپانیا هم د فلسطین  خپلواکي په رسمیّت پیژندلې ده او یو شمیر نور اروپائي هیوادونه هم ددغه شان اقدام کولو ته ځانونه تیاروي.

د اسلووینیا د پارلیمان له ۹۰ استازو څخه ۵۲ استازو  په رائ اچونې کې د فلسطین  هیواد د په رسمیّت پيژندنې ته رایه ورکړه.   

 د اسلووینیا  د پارلیمان مشر اورسکا کلاکوچار زوپانچیچ ددغه اقدام په باب ووئيل، مونږ د فلسطین ولس ته مبارکي وایوو،ډیر خوشاله یوو چې د مونږهیواد د فلسطین د هیواد د په رسمیّت پيژندنې په لور یو ګام پورته کړ.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې  په دې لارې کې ځیني خنډونه وو، ووئيل، البته مونږ ورباندې غلبه وکړه او یوه لویه فیصله مو وکړه .

د اسلووینیا پارلیمان مشر همداراز ووئيل، دغه ګام  په لویدیځي آسیا سیمې کې د سلوې  له ترلاسه کولو سره مرسته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4219986

 

captcha